قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Bernama خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د کداح ایالت دین، سیلانی او عمومي خدمات کمېټه مشر راوی عبدالحمید وویل: دا کار د داعش لارښوونو سره د مقابلې په هدف چې زیات تر د ویډیو او فلم په شکل کې ټولنیزه ویبپاڼو او انټرنیټ کې خپرې کړې پیل کېږي.
هغه زیاته کړه: ټولې ډلې سره د دینی چارو برخه، د مالیزیا رویال پولیس، د مالیزیا اسلامی پرمختګ سازمان او نور غیر دولتي سازمانونه باید سره یو ځای شي او د دې ستونزې مختلف اړخونه وڅېړي.
عبدالحمید وویل: دا ویډیو به د عالمانو په مرستې سره جوړېږي او ټولنیزه ویبپاڼو او سایټونو کې به ورکړې کېږي.
هغه زیاته کړه: د داعش ایډیالوژۍ ویډیوګانې په مالیزیا او اندونیزیا ژبو کې په انټرنیټ کې خپرې شوې او خلک له دغو نه تاثیر اخلې له دغه ویډیوګانو نه د قرآنی تعلیماتو په پراخه توګه ناوړه استفاده کېږي.
عبدالحمید ادامه کې وویل: البته هغه کسان د داعش په دام کې ګیرېږي چې کوم خلک دینی پوهه نه لرې او څوک چې ژوره مطالعه نه لرې نو هم دا وجه ده چې د هغې د ایډیالوژۍ تر اغېز لاندې دي.
هغه زیاته کړه: له دغو نه ځنې هڅه کوې چې مور پلار ته فریب ورکړې او هغوي هم داعش سره یوځای کېدو لپاره ځان سره شام ته بوولي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3524605