نړیواله ډله: د هند لکهنو تاریخي ښار په جومات کې شیعیانو او اهلسنتو سره یوځای د جمعه لمونځ د ایران زیارتونو او حج انسټیټیوټ مشر حجت الاسلام سید مهدی علیزاده موسوي په شتون کې پيل کړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ټایمز آف انډیا ورځپاڼې نه په نقل، تېره جمعه د لکهنو تاریخي جومات پیر محمد شاه کې د جمعه لمونځ شیعیانو او اهلسنتو سره پیل کړو او مسلمانانو ته یی د اتحاد پيغام خپور کړو.
دا پروګرام د شیعیانو او د اهلسنتو ترمنځه فاصلې کمولو لپاره پیل شو.
سره د دې چې د لکهنو دا جومات د هندوستان د اهلسنتو له اړخه اداره کېږي او لمونځ په کې د اهل سنتو عالم منان قاري په امامتۍ کې کېږي بیا هم د هند د مسلمانانو فردی حقوقو ادارې مشر کلب صادق او حجت الاسلام سید علیزاده موسوي سره د یو شمېر شیعیانو په دغه جومات کې لمونځ وکړو.
حجت الاسلام علیزاده موسوی د لمانځه نه ورستو خپل تقریر کې د شیعیانو او اهل سنتو یوځای کېدل د افراطي ډلو ایډیالوژۍ سره مقابلې لپاره ضروري وټاکل او وې ویل: دا ایډیالوژۍ د مسلمانانو ترمنځه د اتحاد وړولو یوه دسیسه ده.
هغه زیاته کړه: د ایران او هندوستان عالمان او خلک باید د اړیکو محکم کولو او د اتحاد خپرېدو لپاره یوه مشترکه کمېټۍ جوړه کړې.
علیزاده هم درانګه وویل: قرآن کریم په رڼا کې د شیعیانو او اهل سنتو ترمنځه فرق نشته او مونږ هم باید دارنګه فرق ته قایل نشو.
http://iqna.ir/fa/news/3532390