IQNA

د سعودیانو له اړخه د قرآن کریم د سپکاوې جنجال

15:37 - October 07, 2016
د خبر لمبر: 3480224
نړیواله ډله: سره د دې چې مراکش کې د سعودي عرب سفارت نه د قرآن او دینی کتابونو بي حرمتي انځورونه په ټولنیزه چینلو کې خپور شوې عربستان بیا هم خپل غاړه له دې سپکاوې نه ډډه وکړه.
د سعودیانو له اړخه د قرآن کریم د سپکاوې جنجال
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د هافینګنن پوسټ خبرونو نه په نقل، د قرآن کریم له هغه نسخو انځورو نو نه ورستو چې په مراکش کې د سعودي عرب سفارت کې یو شمېر د قرآن کریم سوځېدلې نسخې د خځلنۍ سره څنګ ته انبار دې د مراکش خلکو د الله د کلام دغه سپکاوي باندې غبرګون ښودلې او د سعودیانو دا اقدام یی محکوم کړي.
د مراکش رسنۍ پرون د سعودیانو له اړخه د سپکاوی دا خبر خپور کړې وو او د عربستان د سفارت چارواکو نه یی په دې اړه پوښتنې کړي.
له دې نه ورستو چې دا خبر پيل شو سعودیانو یو راپور کې دعوا کړې چې د باران او د قرآن کریم او د دینی کتابونو ساتلو زوړ ځایګي زیان لیدلو نه ورستو د سفارت چارواکو له مزدورانو نه غوښتنه کړې وه چې دا یو خوندي ځای وې سي او وې سوځه وي.
سفارت کې سعودي چارواکو، له غبرګون نه ورستو خپله غاړه له دې نه خلاصه کړه او د دې کار ګناه یی د مراکشی مزدورانو په غاړه کړه او ادعا یی وکړه چې دې کسان د سوځېدلو قرآن نسخو له خځلنۍ سره انځور اخیستلو سره غوښتل چې سفارت بدنام کړې.
د الله تعالی د کلام پاک سپکاوې د هغه سعودیانو له اړخه شوي چې آل سعود خپل ځمکه د اسلام د زېږېدو او د وحي د نازل کېدو ځای ټاکې، خو ولی د یو موده رسی په عمل کې قرآن، اسلامی او د قرآن کریم زدکړو ته هیڅ ارزښت ته قایل نه دې او د خادم الحرمین نوم لاندې د مسلمانانو حق وهي او ظلم او ستم ترسره کوې او د ترهګرو او تکفیریانو مالی او معنوي مرسته کوې چې د عراق، شام او یمن هیوادونه یی د ټولو غوره او د کرغېړنو شرایطو ته وړاندې کړي.

captcha