IQNA

د آل خلیفه زورزیاتي غندلو لپاره د شیعیانو مظاهرې + انځور

1:14 - November 28, 2016
د خبر لمبر: 3480287
نړیواله دله: د بحرین شیعه ښاریزو نه په سلګونو خلکو، ۵ آذر باندې د آل خلیفه ظالم حکومت له اړخه ظلم او ستم او په خلکو زورزیاتي غندلو لپاره مظاهرې پیل کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د منامه یست خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې مظاهرو کې چې له امام صادق علیه السلام د جامع جومات نه چې د الدراز سېمې (آیت الله عیسی قاسم کور) نه شورو شو په کې د بحرین په سلګونو خلکو ګډون وکړو.

اعتراض کوونکو د آل خلیفه د حکومت په خلاف شعار ورکولو سره د بحرین حاکمې کورنۍ حکومت پایی ته رسېدو، د دغه هیواد د شیعه تبعیض نه مخنیوي، د الدراز سیمې نه محاصره لرې کولو او شیعیانو ته د امام صادق علیه السلام په جومات کې د جمعه لمونځ پیل کولو اجازت ورکولو غوښتنه وکړه.

ګډون کوونکو په دې مظاهرو کې همدارنګه، د سیاسي بندې کسانو او د آیت الله عیسی قاسم ملیت هغه ته بېرته ورکولو او د هغه محاکمه زر تر زره متوقف کولو غوښتنه هم وکړه.

د بحرین نه په یو بل خبر کې راغلې چې د تېرې اونۍ غونډې آل خلیفه ظالم حکومت دې اونۍ هم د الدراز سیمه کې د امام صادق علیه السلام جومات کې د جمعه لمونځ باندې بندیز لږولي.

د دې راپور له مخې، د بحرین امنیتي ځواکونو دغه جومات ته د امام جومات ننوتلو او د الدراز ښاریزو د لمونځ کولو باندې بندیز لږولې دي چې هم دا مسئله سبب شوه چې لمونځ له راغلې خلکو خپل اعتراض د مظاهرې په شکل کې ثبت کړو او د ال خلیفه له اړخه په خلکو زورزیاتي  او ظلم یی محکوم کړل او خپل اعتراض یی اعلان کړو.


http://iqna.ir/fa/news/3548730


captcha