IQNA

د مالیزیا جنرال: د داعش جنایات د قرآن ښودو سره مخالف دي

1:16 - December 08, 2016
د خبر لمبر: 3480302
نړیواله ډله: د مالیزیا جنرال مهد عظیمی د عراق اسپایکر هوايي ډګر نه کتنه وکړه او وې ویل: هغه څه چې داعش په دې ځای کې ترسره کوي، د شرم نه ډک جنایات دي او دا اقدام هیڅ اړیکې له اسلام سره نه لري او د قرآن ښودو او تعلیماتو مخالف دي.
د مالیزیا جنرال: د داعش جنایات د قرآن ښودو سره مخالف دي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عراق نون خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مالیزیا جنرال عراق صلاح الدین ولایت تکریت ښار له اسپالکر هوایي ډګر نه کتنه وکړه او وې ویل: هغه څه چې زه یی په تعجب کې واچولم، د انسان دوست سازمانونو غفلت او د داعش ناروا جنایت دي چې د بشر حقوق به خلاف یی کړي چې په کې د ۱۷۰۰ نه زیات محصلان قرباني شوي.

د مالیزیا دې جنرال تاکید وکړو: چې کله خپل هیواد ته لاړ شم، یو پروګرام به جوړوم چې د هغې له لاره به دغه واقعیت او جنایات چې په عراق کې ترسره کېږي، او همدارنګه په دې هیواد کې د مختلفو قومونو او فرقو ترمنځه د سوله یز ژوند خبرې منتقل کړم.

مهدی عظمی څرګنده کړه: همدارنګه دا مسئله به هم بیانه وم چې ټول قتلونه او ویجاړتوب چې په عراق کې رامنځته شوي د پټو لاسونو کار دي، چې غواړې د عراق د پرمختګ نه مخنیوي وکړي.

هغه په ادامه کې د امام حسین علیه السلام د زیارت مېلمستیا نه مننه وکړه او وې ویل: د امام حسین علیه السلام د زیارت نه کوم پروګرامونه او فعالیتونه پيل کېږي هغه د محبت او د ټولو دینونو او فرقو ترمنځه د سولې او محبت خپرول او هغې ته وده ورکول ده.

د امام حسین علیه السلام د زیارت د رسنۍ برخې مشر حیدر اسلامی په دې کتنه کې وویل: دا کتنه د امام حسین علیه السلام د زیارت رسنۍ برخې له اړخه ترسره شوي چې په کې د نړیواله مطبوعاتو، رسنیو، شخصیتونو، عالمانو نه دعوت کولو پروګرام او د هغې ته د عراق موجوده حالات او معلومات وړاندې کولو لپاره پیل شو.

هغه زیاته کړه: دغه شخصیتونو د عراق د خلکو او پوځ په لاس ازاد شوي سیمو نه کتنه، د عراق د خلکو ورور ولي او د دښمنانو په مقابله کې د هغې یو والی ووینې او همدارنګه د دینی موسسو او د سپېځلو زیارتونو نه کتنه وکړې او د عراق د حوادثو له حقیقت نه خبر شي چې نړیواله رسنۍ یی د دروغ او تحریف سره وړاندې کوي.

یادښتونه: د ترهګرو ډلو جنایات، د عراق شمال صلاح الدین ولایت تکریت ښار اسپایکر هوايي ډګر باندې د داعش تکفیری ډلې قبضه له ۱۱ نه تر ۱۵جون پورې وه چې په دغه وخت کې تقریباْ ۴ زره محصلان بې وسلې نظامي محصلان په دغه ډګر کې موجود وو او تقریباْ ۱۷۰۰ په دغه محصلانو کې شیعه وو سره یو ځای یی قتل کړي وو.

http://iqna.ir/fa/news/3551514


captcha