قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا قرآنی تخصصي دوره په کربلا کې د امام حسین علیه السلام زیارت سره تړلې دارالقرآن کې شورو شوې او تر اووه ورځو ادامه لري.
دا دوره د وقف او ابتدا ځانګړې عالم شیخ خیر الدین الهادي د نظر لاندې پيل کېږي او فلاح النجمی چې د قم سپېڅلې ښار قرآنی استاد دی هم د دغه دورې استادانو کې شتون لري.
شیخ خیر الدین الهادي په دې اړه وویل: دا دوره د استادانو سره ځانګړیتیا لري چې د عراق د مختلفو ولایتونو قرآنی انجمنو او بنسټونو نه دې دوره کې ګډون لپاره انتخاب شوي.
هغه زیاته کړه: هغه استادان چې له دې دورې نه فارغ التحصیل شي د وقف او ابتدا علم ځانګړې استادانو په توګه به فعالیت کوې او یو تصدیق لیک به هم د دې دورې فارغ التحصیلانو ته ورکړي کېږي چې بیا به د قرآن کریم نړیواله او محلي مقابلو کې د وقف او ابتدا برخه کې داوری هم کولې شي.
یادښتونه: دا دوره د امام حسین علیه السلام د زیارت له اړخه د قرآن کریم روزنې او ښودنې په اړه پيل کېږي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3587475