IQNA

4:41 - April 11, 2017
د خبر لمبر: 3480467
نړیواله ډله: د شهادت بهار دیارلسمې کلتوری او دینی نړیواله جشنوزمه به د تېرو کلونو په شان دې کال هم له دریم نه تر پنځم شعبان المعظم پورې د کربلا په سپېڅلې ښار کې پیل کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د زیارت خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا جشنوزمه د امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علمدار علیه السلام د سپېڅلو زیارتونو له خوا د دینی شخصیتونو او څېړونکو، د نړۍ مختلفو هیوادونو پوهنتونو او علمي ډلو ګډون سره پيل کې کېږي.

سید افضل الشامی د دې جشنوزمې پيل کوونکې کمېټه مشر اعلان کړې: د شهادت بهار دیارلسمې نړیواله جشنوزمه کې ګډون کوونکې کسانو نه ډېر کسان په تېره نړیواله جشنوزمه کې هم شتون لرلو.

هغه زیاته کړه: تراوسه د دې جشنوزمي پيل کولو ۸۰ ٪ ضروري کارونه ترسره شوې او د دې جشنوزمې فعالیتونه به په دریم شعبان د امام حسین علیه السلام د زوکړې په ورځ شورو کېږي.

سید افضل الشامی څرګنده کړه: د قرآن کریم غونډې او محفلونه، ادبی او شعري غونډې، د مختلفو هیوادونو ناشرانو په ګډون سره کتاب نندارتون او د ښځو ځانګړې پروګرامونه د دې جشنوزې برخې ټاکلې شوې دې.

د امام حسین علیه السلام د زیارت د کلتوري او فکری چارو مرستیال وویل: د امام حسین علیه السلام او د هغوي د ورور حضرت عباس علمدار زیارتونو سره پخوا کې د دې جشنوزمې پيل کولو هدف د اهلبیت علیهم السلام ذکر او یاد ژوندي کول دي.

http://iqna.ir/fa/news/3587047


د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: