قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د زیارت خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا جشنوزمه د امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علمدار علیه السلام د سپېڅلو زیارتونو له خوا د دینی شخصیتونو او څېړونکو، د نړۍ مختلفو هیوادونو پوهنتونو او علمي ډلو ګډون سره پيل کې کېږي.
سید افضل الشامی د دې جشنوزمې پيل کوونکې کمېټه مشر اعلان کړې: د شهادت بهار دیارلسمې نړیواله جشنوزمه کې ګډون کوونکې کسانو نه ډېر کسان په تېره نړیواله جشنوزمه کې هم شتون لرلو.
هغه زیاته کړه: تراوسه د دې جشنوزمي پيل کولو ۸۰ ٪ ضروري کارونه ترسره شوې او د دې جشنوزمې فعالیتونه به په دریم شعبان د امام حسین علیه السلام د زوکړې په ورځ شورو کېږي.
سید افضل الشامی څرګنده کړه: د قرآن کریم غونډې او محفلونه، ادبی او شعري غونډې، د مختلفو هیوادونو ناشرانو په ګډون سره کتاب نندارتون او د ښځو ځانګړې پروګرامونه د دې جشنوزې برخې ټاکلې شوې دې.
د امام حسین علیه السلام د زیارت د کلتوري او فکری چارو مرستیال وویل: د امام حسین علیه السلام او د هغوي د ورور حضرت عباس علمدار زیارتونو سره پخوا کې د دې جشنوزمې پيل کولو هدف د اهلبیت علیهم السلام ذکر او یاد ژوندي کول دي.
http://iqna.ir/fa/news/3587047