IQNA

لندن کې د قرآن کریم د پاڼې نیلام

7:32 - April 17, 2017
د خبر لمبر: 3480476
نړیواله ډله: د قرآن کریم یوې سترې پاڼې چې د میلادی کال څوارلسمې پېړۍ سره تړون لري د لندن نوهامز په نیلام کې وړاندې شو.
لندن کې د قرآن کریم د پاڼې نیلام

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الیوم السلابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم دې پاڼې کې د سوره نحل آیتونه لیکلې شوی او د دې کال پنځم اردېبهشت باندې به دا تاریخي او هنري اثر نیلام کې د اسلامی او هندی قلمی نسخې عنوان سره د لندن په نیلام کې نیلام لپاره وړاندې کېږي.

دا قرآن چې د څوارلسمې پېړۍ سره تړون لري او په تور جوهر لیکلې شوی قیمت یی تقریباْ ۵ نه تر ۷ زره ډالر ښودلې شوي، د برونزو یوه ټوټه چې لرغونوالی یی ۱۲ میلادی پېړۍ ښودلې کېږي او همدارنګه د مسلمانانو د فلزات نه جوړ کړې هنر او مهارت نمونې چې په منځني قرن کې جوړه شوي او همدارنګه نور آثار به هم دغه نیلام کې وړاندې کېږي.

یوه جوړه جامی چې له ابریشم جوړې شوې او څوارلسمې پېړۍ سره تړون لرې او فارسی او اسلامی تزئيناتو نه جوړ شوي هم دې نیلام کې وړاندې شوي.

http://iqna.ir/fa/news/3589722


captcha