IQNA

د چین«سین کیانګ» کې د قرآنی نسخو راټولول

11:47 - May 28, 2017
د خبر لمبر: 3480522
نړیواله ډله: د چین غربی شمال د سین کیانګ سیمې چارواکو پنځه کاله مخکې چاپ شوې د قرآن کریم ټولې نسخې ترلاسه کړي.
د چین«سین کیانګ» کې د قرآنی نسخو راټولول

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د RFAخبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سین کیانګ چارواکو د دیني توکيو سره مقابلې په ادامه کې او د افراطی محتوا لرلو په بهانه یی قرآنونه راټول کړي.

د کاشغر ښار مشرانو تازه اعلان کړې چې په سلګونو قرآنونه چې چاپ یی له کال ۲۰۱۲ نه مخکېني دی او ځنې په کې حکومتی چاپ لري د مامورانو له اړخه واخیستلې شو.

دا اقدام د مسلمانانو سېمې په سین کیانګ کې د حکومت له اړخه د دینی فعالیتونو، دینی ښودو او دینی توکي باندې بندیز له وجهې ترسره کېږي.

د اویغور مسلمانان چې د سین کینانګ اکثره نفوس یی مسلمانان دی، د چین چارواکو دا اقدام محکوم کولو سره دا کار د سین کیانګ سیمې یی ټاکلې.

چین په منظم ډول سره په سین کیانګ کې کمپاینونه اجرا کوي چې په هغې کې د پولیسو له اړخه د مایملک مسلمانانو باندې حمله، اسلامی عبادتونو محدود کول او د اویغور سېمې د ولسو کلتور او ژبه له منځه وړلو اقداماتو ته اشاره کولې شو.

که څه هم د چین حکومت د اویغور ولس د ځینو ترهګرو بریدونو مسئول ګڼې، خو ولی کار پوهانده اعتقاد لري چې چینی چارواکې د ایغور په هکله مبالغه کوې او که چرې په دغه سیمه کې تاوتریخوالی شتون لري نو دا هم د حکومت د غلط سیاستونو له وجهې دی چې په کال ۲۰۰۹ کې اعتراض پيل کوونکو مخنیوی کې په سلګونو کسان وژلې شوي وو.

http://iqna.ir/fa/news/3603512


captcha