نړیواله ډله: د اندونیزیا د جاوه مرکزی ولایت هنرمندو ډلې باتیک(پر ورېښمینو خطاطی) قرآن لیکلو پروژه له تېر رمضان المبارک میاشتې شورو کړې وه او تر کال ۲۰۲۱ پوری به یی تر پایی رسوې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د thejakartapost خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د باتیک هنرمندو یوې غونډې د اندونیزیا جاوه مرکزی ولایت په ساراکارتا ښار کې په لویان نومې کلې کې د ساروونو چې په نونو مشهور ۶۲ کلیزه هنرمند دی د څارنې لاندې د قرآن کریم پر ورېښمینو سپینو پاڼو باندې چې 90*70 سانتي مېټر ابعاد لري د کادوس خط سره د لیکلو پروژه تېر کال شورو کړې او تراوسه یی ۹۰ پاڼې له دغه قرآن کریم نه لیکلې دی.
نونو دې بیان سره چې د کادوس خط له عثمانی خط نه سخت دی وویل: د عثمانی خطاطی کې په پاڼه باندې یواځې یو ګوزار ته اړتیا ده، خو ولی د کادوس خط سیسټم په بېلابېلو برخو کې مختلفه صخامت لري، د یوې پاڼې تکمیل لپاره دوه یا درې د قلم ګوزار ته اړتیا وې.
هغه زیاته کړه: تر هر ممکنه نه باید د قرآن کریم آیتونو په لیک کې غلطې وشي له دې نه ورستو چې یوه پاڼه به موم باندې تیاره شی، د خشک کېدو نه مخکې په موم لیکلې شوې آیتونو څېړه کېږي او تېروتنې اصلاح کوو.
نونو څرګنده کړه: له خشک کېدو نه ورستو پاڼه ۵ ځلې په یو سور محلول د سوګا لرګي سره اچولې کېږي چې تیز نصواري رنګ کې څرګنده شی.
دا ټیم غواړې چې د پروژې پایی ته رسېدو لپاره د یوې اسلامی مدرسې طالبانو مرسته ترلاسه کړې.
http://iqna.ir/fa/news/3611575