قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د The Jakarta Post ورځپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم آیتونه د هغه کسانو لپاره چې د قرآن د زدکړې په وخت یی ټول تمرکز یی د ګوتې په سر باندې وې او تلاوت کېږي.
د النور جومات نه مخکې زیات قرآن زده کوونکې زړه روښانه د قرآن کریم د قرائت بنسټیزه مهارتونو سره اشنا دی او د تورو تشخیص ورکولو باندې قادر دې او دا تورې نښې دی چې له ۶ نکتو نه استفاده سره په مختلفو طریقو رامنځته کېږي.
قرآن کریم زده کوونکې د ګوتو په سره باندې دغه نکتو سره قرآن کریم لولي او خطاګانې یی اصلاح کېږي. او بیا ټول کلاس همغږي سره د دغه آیتونو تلاوت کوې.
دا د مالنګ النور جومات په رمضان المبارک میاشته کې پیل شوې فعالیتونو ته یوه کتنه وه، چې په کې د قرآن کریم زدکړې زړه روښانه کسانو ته د بریل په خط کې وړاندې کېږي.
د بریل خط ۵۶ کلن استاد یانی سونوانتورو وایئ: دا کار په هماغه ډول ترسره کېږي چې کوم کسان ړانده نه دې او قرآن کریم زدکړې په کوم ډول ترلاسه کوې.
یانی وویل: په بریل خط کې د قرآن کریم د زدکړې او لوست مهارت پخپله قرآن زده کوونکې پورې تړاو لري.
د خپل کوښښ او تمرین سره یو قرآن زده کوونکې دا توان لري چې په ۶ میاشتو کې د قرآن کریم تلاوت په روانه توګه قرائت کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3612728