قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د The News خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د د بښنې نړیوال سازمان وویل: د هند چارواکې باید دا تضمین کړې چې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کې د مسلمانانو خلاف د نفرت نه ډک جرمونه او د هغې وژلو کې لاس لرونکې عاملینو ته به سزا ورکوې.
د دې سازمان د دفتر د راپور له مخې د کال ۲۰۱۷ اپرېل میاشتې پورې په ټول هند کې د اسلام نه وېرولو پېښو کې زیاتوالی راغلې، چې په کې ۱۰ مسلمانان وژلې شوي یا په غیر قانوني توګه د مرګ سزا ورکړلې شوي.
د هند بښنې نړیوال سازمان د دفتر مشر اکار پاتل وویل: د مسلمانانو خلاف د نفرت نه ډک جرمونه یا هغې ته له هيڅ ډول قانوني بهير نه پرته د مرګ سزا ورکول په ژوره توګه خوا شنونکې ده او دا په زیاتو ولایتو کې ترسره کېږي له کله نه چې د «بهاراتیا جاناتا» (د هند ملتپاله چې هغې کې د نژاد پرستۍ او په ځانګړې توګه د اسلام خلاف کارونه وجود لري) ګوند قدرت ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه: هند کې د اسلام نه وېرول کې زیاتوالی باید متوقف شی او د هند لومړۍ وزیر، د بهارتیا جاناتا ګوند ستر مشر او وزیران یی باید د مسلمانانو خلاف حملو باندې چپتیا ماته کړې او دا بریدونه دې محکوم کړي.
پاتل د مسلمانانو خلاف نفرت ځنې جرمونو ته اشارې سره وویل: د مسلمانانو خلاف ډالیزه تاوتریخوالی کې د غوا غیر قانونی معاملو په بهانه مسلمانانو کورونو باندې بریدونه، د جارکند ولایت کې د مسلمانانو ماشومانو وژل، د کشمير په جومات کې د مسلمان پولیس افسر قتل او محاکمه کول شامل دی.
د افراطی هندوانو له اړخه د دې کال په اخیرنۍ ورځو کې په لسګونو مسلمانان مړه شوې چې اخیرنۍ حمله کې جنید نومې مسلمان ځوان وژل او د نورو درې کسانو ژوبلول وو چې د فطر نیکمرغه اختر نه مخکې د حیدر آباد په اورګاډې کې د غوا غوښه وړلو باندې تورن وو.
http://iqna.ir/fa/news/3614182