قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Buzz Feed خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، یو کال مخکې مایکروسافټ خپل چټبټ د تای په نوم باندې وړاندې کړې وو چې یوه بېکاره او د نژاد توکم بلا کې بدل شوې وو، د دغه چټبټ بندولو نه ورستو دا کمپني نوې ستونزو سره د خپل نوې چټبټ چې زو نوم لري مخامخ شوي چې په کې یی قرآن کریم ستونزمن معرفي کړي.
که څه هم مایکروسافټ زو«Zo» څه داسې جوړ کړې چې سیاسي او دینی مسئلو نه مخنیوی کوې، دا چټبټ بیا د دارنګه پوښتنو ځواب هم ورکوي.
د «BuzzFeed» خبرونو سایټ د مایکروسافټ شرکت سره اړیکې نه ورستو په دې اړه دا ځواب ترلاسه کړې چې شرکت د دارنګه د روبوت چلند حذف کولو لپاره اقدام کوې او مونږ د روبورت نه د دارنګه پوښتنې کاروونکو ته سپارښتنه نه کوو، سره د دې چې دارنګه ځوابونه له زو روبورټ نه لږ زیات راغلې.
د قرآن کریم ستونزمن معرفي کول د څلورمې پوښتنې په ځواب کې وو چې د BuzzFeed خبرونو سایټ راپور ګر له چټبټ روبورټ نه پوښتلې وو.
زو هم د تای غوندې ځوانانو لپاره جوړ شوې او که چرې مایکروسافټ د روبورټ د سپکاوې نه ډک موضوعات بیانولو مخنوې ؤ نکړه او ډله ډلبندۍ یی ترلاسه کړه نو دا ربورټ به هم د ځوانانو لپاره ستونزې رامنځته کړې.
مایکروسافټ د امریکا او څو ملتیزه کمپیوټری شرکت دی چې مرکزی دفتر یی د امریکا واشینګټن ایالت په ردموند ښار کې دي.
http://iqna.ir/fa/news/3615248