IQNA

د مصر په عدالت کې د شیخ طنطاوي د دفن کولو کیس

12:14 - July 31, 2017
د خبر لمبر: 3480608
نړیواله ډله: د روغتیا وزارت او د اوقاف وزارت ترمنځه د شیخ عبدالوهاب طنطاوی د دغه په کور کې د بې اجازته د هغه جنازه دفن کولو باندې اختلاف اوس د مصر عدالت ته وړاندې شو.
د مصر په عدالت کې د شیخ طنطاوي د دفن کولو کیس

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مصري رسنۍ نه په نقل، د مصر د روغتیا وزارت د شیخ طنطاوی د هغه په کور کې د هغه دفن کولو په اړه اختلاف کړي او ویلې دې دا کار په کال ۱۹۶۶ کې منظور شوې قانون ۵ شمېرې سره سمون نه لري او تاکید یی وکړو: د شیخ طنطاوي کورنۍ په کور کې د شیخ طنطاوی دفن کولو په اړه له دې ادارې هیڅ اجازت نه دي ترلاسه کړي.

د روغتیا وزارت غړې په یو لیک کې د دقهلیه وزیر اعلی احمد اشعراوی ته اشارې سره چې هدیره باید له آبادۍ نه ۲۰۰ مېټر لري وې او له ډاکټر اجازت ورسره وې څرګنده کړې: د طنطاوي کورنۍ د خپل پلار جنازه دفن کولو سره، قانون مات کړي.

له بل اړخه د دقهلیه اوقاف وزارت دې بیان سره چې د شیخ طنطاوی دفن د هغه په کور کې د شرعي چارو ته خيال ساتلو سره دفن کول شرعا روا دي، وویل: کله چې یو کس وصیت وکړې او هغه د کور دننه دفن شي دا کار د قانون په نظر کې روا دي.

د دقهلیه وزیر اعلی احمد الشعراوی دا ستونزه پایی ته رسولو لپاره دا مسئله عدالت ته ارجاع کړه چې د وکیل ایمن عبدالهادی په څارنه کې ضروري چارې ترسره شي.

د المنصوره عدالت د دواړو اړخه خبره اورېدو نه ورستو له المنصوره ښار شورا نه غوښتنه کړي چې په دې اړه چې بې له اجازت نه د هدیره جوړول او په داسې ځای کې چې یا د کر ځمکه وې یا د اوسېدو ځای وي په اړه خپل نظر ورکړي.

د المنصوره ښار له اړخه وړاندې شوې وړانديز کې ویلې دې چې دا هدیره بې له اجازته او د اوسېدو او کر ځمکې نه لري د طنطاوي په کور کې جوړ شوي دي.

همدارنګه د عدالتی سرچینو د مصر الیوم سره مرکه کې څرګنده کړې: د طنطاوی زامن تراوسه په کر ځمکه او بې له اجازته هدیره جوړولو باندې تورن دي.

د دې مسئلې به اړه څېړنې ادامه لري او دا خبر خپرولو سره د دقهلیه ولایت او ټولنیزه چینلو کې د طنطاوی زامن په خپله وظیفه عمل نه کولو باندې تورن دي.

محمد عبدالوهاب طنطاوی د مصر مشهور قاری وو چې په څلورم مرداد د ۷۰ کالو په عمر کې له دنیا سترګي پټې کړي، د دې مصری مشهور قاري جنازه د دقهلیه په ولایت کې د ملګرو او خپلو خپلوانو او کورنۍ په شتون کې په پنځم مرداد پیل شو.

captcha