IQNA

میانمار کې نوې اسلام فوبیا/ د جومات په تصور کې کور تخریب کړو

12:19 - July 31, 2017
د خبر لمبر: 3480609
نړیواله ډله: د میانمار ځواکونو پرون د ماندلای مرکز کې نیم جوړ شوې ساختمان د بودایانو په وینا چې خیال یی کولو چې جومات دی تخریب کړو.
میانمار کې نوې اسلام فوبیا/ د جومات په تصور کې کور تخریب کړو

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د alaturka خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د یو سل نه زیات افراطی بودائیانو چې د اسلام خلاف احساسات لرو کې مشهور دې د ماندالای «کیائوک پادائونگ» سیمه کې دوه چتیزه ساختمان ته راغونډ شوې وو.

دغې غونډې له چارواکو غوښتنه وکړه چې د ماندالای سیمی ساختمان چې جومات په کې جوړېږي باید تخریب شي او د هغې مالکانو ته سزا ورکړې شي.

د میانمار پولیس له ځنې ستونزو سره مخامخ کېدو له ویری دغه ساختمان تخریب کړو، خو ولی بیا مشخص شوه چې دا یوه شایعه وه او دا ساختمان د یو بودایی کس وو.

د ښار پرمختګ کمیتۍ مشر « فیو تینت خائینگ» اعلان کړي: دا کور د یو ۲۲ کلن بودایی وو او دلته جومات نه جوړېدو او دا یوه شایعه وه.

هغه زیاته کړه: د میانمار پولیس له دې ویری چې که د دې غونډې مخنیوی وکړې نو حالات به خراب شی دا کار یی ترسره کړو.

له دې پېښي نه اخیستلې شوي فلم کې څرګنده ښکارې چې کله پولیس دا ساختمان خرابه وې نو بودائیان خوشحالې کوې.

http://iqna.ir/fa/news/3624055


captcha