نړیواله ډله: د هند حکومت د مسلمانانو مېشته سیمو کې تعلیمي موسسو او مدرسو جوړولو پروګرام خپل چارو کې شامل کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، په بمبی کې ایرانی کلتوری سازمان نه په نقل، د هند مسلمانانو اقلیت ترمنځه تعلیمي کمې سبب شوه چې د دغه هیواد اقلیتي چارو وزیر د ۲۱۱ تعلیمي مرکز جوړولو وړاندیز ورکړي.
هم په دې اړه، او د مولانا آزاد تعلیمي موسسې په حمایت د تعلیمي مرکز پروګرام او څېړنې هدف سره د افضل امان الله په مشرې کې یوه کمېټۍ جوړه کړي دا کمېټه په خپل راپور به د هند اقلیتي چارو وزیر ته وړاندې کوي.
په دې راپور کې راغلې چې د هر یوې مدرسې جوړولو بیه ۲۰ کروړه هندي روپۍ وې او ۲۵ پوهنځې به په مختلفو ولایتونو کې د اقلیتونو لپاره او پنځه پوهنتون په ملي سطح باندې د ټکنالوجۍ او تجربې علمونو، د درمان او روغتیا علمونو او معماري علمونو لپاره جوړېږي.
تمه لرې چې د حکومت مرکزي غونډه به د اقلیتی وزیر په څارنه کې په راروانه میاشته کې د دې راپور څېړنو په هدف پیل کېږي.
د هند د مسلمانانو تعلیمي شمېرنې په کال ۲۰۰۱ کې ۱/۵۹٪ وې او په کال ۲۰۱۱ کې دې شمېرې ۵۳/۶۸ ٪ ته پرمختګ کړې وو، خو ولی دا شمېره د ملي شمېرنې په نسبت ډېره لاندې ده.