IQNA

د روهینګیا مسلمانانو بنګلادېش ته ننوتلو نه مخنیوې

15:31 - August 21, 2017
د خبر لمبر: 3480644
نړیواله ډله: د بنګلادېش حکومتی ساحلی ساتونکې رسمی چارواکې نن ۲ مرداد باندې د روهینګیا مسلمانانو نه ډکې ۳۱ کشتۍ نیولو او بېرته برما ته استولو اقدام ترسره کړي.
د روهینګیا مسلمانانو بنګلادېش ته ننوتلو نه مخنیوې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Indianexpress نه په نقل، د ۵۰۰ روهنیګیا مسلمانانو د دغه هیواد پولې نه را تللو او په دغه هیواد کې پناه اخیستلو لپاره د بنګلادېش په شرقي جنوب کې د کاکس بازار سره په استوګنې سیمې ، د بنګلادېش دغه ساحل ساتونکې د میانمار او د بنګلادېش پوله د هغې راتګ لپاره بند کړه.

د بنګلادېش د ساحلی ساتونکو مشر شیخ فخرالدین وویل: په کشتۍ کې سورو کسانو کې ۱۸ کسان ژوبل وو او نهه ښځې او څلور ماشومان هم په دغه کې ناست وو خو ولی مجبور وو چې هغې مونږ بېرته برما ته ولېږو.

هغه څرګنده کړه: مونږ په ساحل باندې ساحل ساتونکې ځواکونو کې زیاتوالی راوستلې او هر روهینګیا چې غواړې دغه پوله رد کړي نیولې کېږي او برما ته بېرته لېږلي کېږي.

په برما کط د مسلمانانو شمېر تر ۱۱ ملیونه دی او په دغه کې زیات کسان د راخین ولایت اوسېدونکې دې چې له دغه پېښو سره مخامخ دی.

د ملګری ملتونو سازمان له اړخه اعلان شوې چې د روهنیګیا مسلمانان د نړۍ تر ټولو نه زیات ظلم لیددونکې اقلیت دي.

http://iqna.ir/fa/news/3632368


captcha