IQNA

ایران پيل کړل
16:19 - October 23, 2017
د خبر لمبر: 3480749
نړیواله ډله: د قرآن کریم د حفظ مقابلې په فلیپین کې د ایران کلتوری سازمان په همت سره د دغه هیواد مرکزي ښار مانیل په دارالقرآن حضرت محمد صلی الله علیه و آله مرکز کې پيل شوي.
د فلیپین په آبی جومات کې د قرآن حفظ مقابلې + انځور

په فلیپین کې د ایران کلتوری سازمان مشر د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) ته مرکه کې وویل: دا مقابلې په ۲۹ آبان باندې د ایران او فلیپین د دوستي انجمن په همکارۍ سره د مانیل ښار مهارلیکا کوڅې په آبي جومات کې واقع د حضرت محمد صلی الله علیه و آله په دارالقرآن کې پيل شوي.

له ۵۰ نه زیات قرآنی محصلان د مانیل په حضرت محمد صلی الله علیه و آله دارالقرآن کې د قرآن کریم حفظ په مقابلو کې شتون لري.

په دې مقابلو کې د ۱۲ نه تر ۱۸ کلنه ماشومان او ځوانان حافظان د یو سپارې حفظ ، د دوه او درې سپارو حفظ کولو مقابلې کې ګډون کوي.

د ایران کلتوری سازمان مشر محمد جعفري ملک، د دې مقابلو شورو کېدو په اړه خپلو خبرو کې د قرآن کریم د قرائت او د تلاوت په اړه وویل: د قرآن کریم د قرائت یوه ګټه د رسول الله صلی الله علیه و آله د وینا په رڼا کې له فتنه څخه لرې کېدل دي.

هغه زیاته کړه: کله چې فتنه په ټولنه ته را ننوځئ او د اصلی اسلام له دروغجن اسلام څخه پېژندنه نه کېږي نو باید د قرآن کریم سره اړیکه واخلې او قرآن ولولې؛ البته چې تلاوت په آیتونو باندې تدبیر سره وې نو ډېر سودمند وي.

د مقابلو په ادامه کې د ځوانانو قاریانو تلاوت شورو شو او په اخیره کې ټولو ګډون کوونکو ته هدیه او په مقابله کې د ګډون یادګار او ګټونکو ته ارزښتمن نغدي جایزې اهدا شوي.

http://iqna.ir/fa/news/3655297

 
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: