IQNA

د ملګرې ملتونو سازمان اعلان وکړو:

په بنګلادېش کې د روهینګیا نوې کډوالو حال بد دي

14:43 - October 24, 2017
د خبر لمبر: 3480751
نړیواله ډله: د ملګرې ملتونو سازمان اعلان کړي: له ۶۰۰ زره نه زیات د روهینګیا مسلمانان کډوال د میانمار په راخین ولایت کې ظلم او زیاتي شورو کېدو له وخته بنګلادېش ته راغلې.
په بنګلادېش کې د روهینګیا نوې کډوالو حال بد دي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ډیلی میل ورځپاڼې نه په نقل، د ملګرې ملتونو سازمان پرون(۳۰ مهر) باندې یو راپور کې اعلان وکړو: ۶۰۳ زره کډوال د ظلم او زیاتي له شورو نه تر د شهریور میاشتې دریم تاریخ پورې بنګلادېش ته را ننوتلې دي او په بنګلادېش کې د ژوند تېرولو لومړۍ وسایلو نه شتون سره او د کډوالو بد حال سره بیا هم کډوال دي هیواد ته راروان دي.

د روهنیګیا مسلمانان د میانمار د ځواکونو له اړخه بېدرېغه ظلم، قتل او زیاتو له سببه د تېښتې نه علاوه بله لار نه لري له بل اړخه د بنګلادېش حکومت د حالاتو، او د کډوالو نوې دور شورو کېدو او د ضروري امکاناتو نشتوالي په اړه انديښمن دي.

د ایندیپندنت ورځپاڼې راپور له مخې، یونیسف هم د ۳۴۰ زره روهنیګیا مسلمانانو ماشومانو د حالاتو په اړه چې خوراک، ابو او د روغتیا پاملرنې ته اړتیا لري او ستونزو سره مخامخ دي، خبردارې ورکړي.

دې سازمان اعلان کړي: له هر پنځه ماشومانو، یو کس د ولږې مرض سره مخامخ دي او ډاکټر ته اړتیا لري.

http://iqna.ir/fa/news/3655701


captcha