IQNA

د حضرت امام خمینی(ره) له نظره د وحدت اونۍ

0:36 - December 02, 2017
د خبر لمبر: 3480840
نړیواله ډله: نن د ربیع الاول میاشتې له دولسمې نیټې د مسلمانانو تر مینځ د یووالی وحدت اونۍ پیل شوی چې په اسلامی نړۍ کښې حقیقی اتحاد ته د رسیدا لپاره د قرآن پاک او د اسلام د ګران پیغمبر(ص)د سیرت له سوچه لیدتوګو د بیلګه اخیستلو او د وحدت پر واقعی مفهوم د پوهیدا لپاره یو فرصت دی.
د حضرت امام خمینی(ره) له نظره د وحدت اونۍ
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې نه په نقل،  د مسلمانانو تر مینځ وحدت د اسلام د مبین دین او قرآن مجید یو مهم اصل او آر دی.قرآن حکیم په بیلابیلو آیتونو کښې د مسلمانانو تر مینځ د یووالی پر اړتیا په ټینګار سره اختلاف یې د اسلامی نړۍ د ماتی لامل بللی دی.
د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر او د وحدت اونۍ نوښتګر حضرت امام خمینې(رح) په دغه دینی او انقلابی ډګر کښې یو ستر مخکښ ګڼل کیږی.د اسلامی نړۍ د مسئلو په باره کښې د امام خمینی(رح) لیدتوګو ته کتنه د دې ښودنه کوی چې د هغوئ زیاتره ټینګارونه د اسلامی نړۍ د وحدت او د اسلامی امت د عزت او قدرت د احیا کولو په لړ کښې پاته شوی دی.د ارواښاد امام سیاسی لیدتوګې د استکباری قدرتونو د سلطې د نفی کولو او له ظلم او فساد سره د مقابلې په لړ کښې له انقلابی اوسیدا سره سره د اسلامی امت ترمینځ د وحدت او یوزړه توب د رامینځته کولو ماهیت هم لری.حضرت امام خمینی د سرزورو قدرتونو په وړاندې د انقلابی عمل کولو او د اسلامی او قرآنی تعلیماتو پر اساس په درستو ډګرونو کښې د اتحاد او یو زړه توب درلودلو پر دوو مهمو اصولو په تکیې سره پر دښمن د برلاسه کیدا لاره وښودله.د همدغو لیدتوګو له برکته د ایران مسلمان ملت په ۱۹۷۹م کال کښې د امام خمینی په مشری د شلمې پیړۍ د ترټولو سترې سیاسی پیښې په توګه اسلامی انقلاب تر بریالیتوبه ورسول شو.
د اسلامی انقلاب سیاسی او فکری بنسټ له مذهبې عقیدو او قومیته ورتیر د  درست ایرانی اولس تر مینځ د یووالی او یوزړه توب د روحیې پر پیاوړتیا او انقلابی ایمان او ارادې کیښودل شوی دی.د اسلامی انقلاب ارواښاد لارښود به په دې زمینه کښې د اسلامی نړۍ پرمسئلو او مشکلاتو په ځیرکانه او ځانګړی ټینګار سره د اسلامی امت د وحدت بحث مطرح کاوه او درست مسلمانان او مسلمان مشران به یې د اسلامی امت د ستونزو د هوارولو،د اسلام له سپیڅلې څیرې د لویدیځپالو او تحجر پالو افکارو د څنډوهلو او وحدت لپاره هڅو ته بلل.
امام خمینی(رح) به په همدې چوکاټ کښې د فلسطین مسئلې ته په تمرکز سره مسلمانان د فلسطین له مظلوم ملته ښکاره او غوڅ ملاتړ ته بلل او په همدې خاطر یې د قدس ورځې په توګه د هر کال د روژې د مبارکې میاشتې د وروستی جمعې د نومولو او په دغه ورځ یې د لاریون لپاره د مسلمانانو د بلنې په سیاسی نوښت سره د اسلامی امت ترمینځ د وحدت د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړه او په دغه ډګر کښې یې د اسلامی نړۍ د ویښتیا اړتیا هم مطرح کړه او د ایران له انقلابی ملته یې د اسلامی نړۍ پر بیلګه اخیستلو ټینګار وکړ او تل به یې ټول مسلمانان په اسلامی نړۍ کښې د بیداری غورځنګ د رامینځته کولو په لړ کښې تبلیغاتی او فکری هڅو ته بلل.اوس هم هغه لاره چې د ایران ملت یې کچ کوی، د اسلام د دښمنانو په وړاندې د وحدت او انقلابی خوځښت د هماغې لارې دوام دی او دغه مقاومت او وحدت یې په عملی ډګر کښې هم ثابت کړی دی. 
parstoday.com 

captcha