IQNA

په افغانستان کښې د داعش په جامه کښې د حقانی ډلې ترهه ګریز تحرکات

10:08 - January 09, 2018
د خبر لمبر: 3480955
نړیواله ډله: د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند په دغه هېواد کښې د داعش تکفیری ډلې په جامه کښې د حقانی ترهه ګرې ډلې د تحرکاتو خبر ورکړ.

په افغانستان کښې د داعش په جامه کښې د حقانی ډلې ترهه ګریز تحرکاتقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې جنرل دولت وزیری وویل: د حقانی ډلې غړی د افغانستان په سترو ښارونو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې تر نوم لاندې د پراخو او خونړیو حملو اقدام کوی.
هغه زیاته کړه: د حقانی ترهه ګرې ډلې حملې په دې وجه د داعش په جامه کښې ترسره کیږی چې پاکستان د عامه افکارو او نورو هېوادونو تر دباو لاندې رانه شی.
دا په داسې حال کښې دی چې په دریو خونړیو حملو کښې چې له دوو هفتنو نه په کمه موده کښې په کابل او جلال آباد ښارونو کښې رامنځته شوې او داعش یې ذمه واری په غاړه واخېسته تقریباً نوی تنه ووژل شول.
د یادونې ده چې حقانی ډله د طالب ډلې عملیاتی برخه ده چې غړی یې د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د افغان حومتی ځواکونو او پولیسو په خلاف ډېر پیچیده ترهه ګر عملیات ترسره کوی.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i62987

captcha