IQNA

په تعز کښې د سعودی تالی څټو په سنګرونو د یمنی ځواکونو توغنده ای حمله

6:54 - January 30, 2018
د خبر لمبر: 3481009
نړیواله ډله: د یمن د فوځ یوې سرچینې اعلان وکړ:د تعز صوبې په کهبوب سیمه کښې د سعودی تالی څټو په سنګرونو د یمن د فوخ د ګرېډ توغندی په حمله کښې یو شمېر سعودی تالی څټی هلاک او یو شمېر نور هم ژوبل شول.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د العالم چېنل د رپوټ له مخې همدارنګ د تعز په الصلو سیمه کښې د سعودی تالی څټو په سنګرونو د یمن د فوځی او ولسی ځواکونو د توپونو په ډزو سره هم یو شمېر سعودی تیر ګر تالی څټی په هلاکت ورسېدل.
خبری سرچینو همدارنګ وویل: د یمن په عدن ښار کښې له اماراتو سره د وابسته انتقالی شورا د ځواکونو او د یمن د مستعفی ولسمشر منصور هادی د ځواکونو ترمېنځ نښتې بیا شروع شوې دی چې پکښې لږ تر لږه نهه تنه ووژل شول.
پرون هم د دغو نښتو او پکښې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې له کبله د عدن نړیوال هوائی ډګر وتړل شو.
د یمن په جنوب کښې د اقتدار په سر له سعودی او اماراتو سره د وابسته ځواکونو ترمېنځ د امنیتی کشمکشونو په دوام پسې په دغو سیمو کښې ناامنۍ ډېرې زیاتې شوې دی.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i64469

captcha