IQNA

افغان دولت طالبان، شمال ته د داعش په انتقال تورن کړل

20:36 - February 05, 2018
د خبر لمبر: 3481022
نړیواله ډله: د افغانستان د ملي امنیت د ادارې مشر وویل : د طالبانو ډله  د دغه هیواد شمال ته د  داعش ترهه ګرې ډلې په انتقال کې مهم رول لري.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د افغان غږ خبري اژانس د پروني راپور له مخط محمد معصوم ستانکزي وویل: د طالبانو ډله  په شمالي ولایتونو په تیره بیا  جوزجان، سرپل ، او بلخ ولایتونو کې د داعش تره ګرو د شتون اصلي عامل دي.
هغه زیاته کړه : داسې مدارک شته دي چې ښیي طالبان  د افغانستان له هبره د دغه هیواد داخل ته د داعش د ترهه ګرو ډول د  کورنیو د راوستلو په حال کې دي.
د افغانستان  د ملي امنیت د ادارې د مشر په داسې حال کې دي چې د طالبانو ډله په ځلونو په تیره بیا د افغانستان په شمال کې له داعشیانو سره ښکیل شوې په دغو جنګونو کې تر اوسه د دواړو لورو په لسګونو کسان وژل شوې دي.
د افغانستان ډيری کارپوهان امریکا د افغانستان دولت د داعش په پراختیا کې په لاسلرلو تورنوي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i64919
captcha