IQNA

اسلامی انقلاب؛ له استکبار سره مقابله د مقاومت له جبهې او بیت المقدس څخه ملاتړ

22:58 - February 10, 2018
د خبر لمبر: 3481041
نړیواله ډله: نن سبا د اسلام نړۍ؛ له هغو زاړه ټپونو څخه چی استکباری قدرتونو، د اسلامی امت په بدن اړولی دی رنځ وړی، او له ټولو څخه لا مهم؛ د فلسطین د مسئلې زوړ ټپ، او په سیمه کی د صهیونیسټی رژیم د نیواکګرۍ دوام دئ.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د کفر، استکبار او صهیونیزم جبهې، څه د پاسه ۷۰ کاله کیږی، چی د فلسطین د خاوری په غصبولو سره، هغه د سیمی هیوادونو په امنیت کی د اخلال او لانجی د رامنځته کولو لپاره، په یوې اډې بدل کړې ده، او داعش را منځته کړای شوئ ؤ، چی دغه توطئه بشپړه کړی.
خو د اسلام نړۍ؛ حاضر دمه کولای شی د کفر او استکبار په وړاندی ودریږی، او په ایران کی اسلامی نظام به، چی د اسلامی شریعت د بشپړ پلی کولو په لټه کی دئ؛ د اسلام په دښمنانو د بریالیتوب سبب وی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ د« اهل بیت د محبانو او د تکفیریانو د مسئلې» په کنفرانس کی د برخه والو په کتنه کی څرګنده کړه:« له ټولو فشارونو سره سره، په ډاګه اعلانوم: اسلامی جمهوریت به په هر ځای کی چی د کفر او استکبار سره د مقابلې لپاره؛ شتون ته اړتیا وی، مرسته وکړی، او د دغې موضوع په بیانولو کی د هیچا پروا او ملاحظه نه کوؤ».
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دغه ویناوی؛ د ایران ملت د استکباری ضد روحیې او مقابلې، د مهمو ټکیو او ځانګړنو بیانونکی دی، چی په اسلامی انقلاب او د سلطه ګرو قدرتونو په وړاندی په دریدو کی ریښه لری.
د ایران د پوځ لوی درستیز؛ تورن جنرال«محمد باقری» پدی بیان سره؛ چی د ایران وسله وال ځواکونه، د مسؤلیت؛ اقتدار او مخنیوی کونکی دندې په لرلو سره، له ګواښونو سره په مقابله؛ او د دغه هیواد د پولو او قلمرو په ساتنه کی، مهم مسؤلیت په غاړه لری، تاکیدکوی:« د ایران اسلامی جمهوریت، د استکبار له یوغ څخه د سیمی د خلګو د ژغورنی مخکښ دئ، او د ایران اسلامی انقلاب؛ په چټکۍ سره د خپلو آرمانونو او اهدافو په لور دانګی.
اوس د داعش فتنه؛ د سیمې د ؤلسونو له سر څخه لیری کړای شوې ده، خو په سیمه کی د فتنې او شرارت مرکز، یعنی د اسرائیل سرطانی ټپ پاتی دئ. همدغه اساسی ټکی ته په پام سره ده، چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار کوی:« هغه ورځ چی فلسطین؛ د فلسطین خلګو ته بیرته ور وګرځی، د استکبار په شمزی به رښتنئ ګزار وشی، او موږ به د هغې ورځی لپاره هڅه وکړو.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، پدې باره کی ټینګار وکړ:« باید تصور او خیال ونه کړو؛ چی له صهیونیسټی رژیم سره مقابله کول، کومه ګټه نه لری، بلکه د خدای تعالی په اذن او مهربانۍ سره به، د صهیونیسټی رژیم په وړاندی مجاهدتونه نتیجی ته ورسیږی، هماغه ډول چی د مقاومت جریان؛ د مخکنیو کلونو په پرتله، پرمختګ کړئ دئ».
اسماعیل هنیه، د فلسطین د مسئلې په هکله، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د دغو پاملرونو او تاکیداتو په قدرونه کی، پخپل لیک کی ولیکل:« د فلسطین ټول پایداره او مقاوم خلګ، د فلسطین او بیت المقدس په مسئله کی د ملاتړ په کولو، او د ډول ډول مرستو له لارې د فلسطین د خلګو له مقاومت څخه په ملاتړ کی،
د ایران د اسلامی جمهوریت ثابت او ارزښتمن دریځونه ستایی».
د امام خمینی ره په انقلابی مفکوره کی، د فلسطین آزادیدل، یو نه زیانمنیدونکئ اصل دئ. دوی د صهیونیسټانو ماهیت داسی بیانوی:« اسرائیل؛ د لویدیځ او ختیځ د ښکیلاکی دولتونو په غږملتیا او ګډ نظر سره را منځته شو، او د اسلامی ؤلسونو د ځپلو او ښکیلاک لپاره جوړ شو، او اوس یی د ټولو ښکیلاکګر له خوا ملاتړ کیږی».
بریتانیا او امریکا؛ له اسرائیلو څخه په پوځی او سیاسی ملاتړ، او هغه ته د وژونکو وسلو په سپارلو سره، هغه د عربانو او مسلمانانو په خلاف پرله پسی تیریو ته لمسوی. راحل امام ره تل تاکید کاوه؛ د فلسطین؛ لینان او جولان په نیولو، او د سولې او سازباز د تړونونو په لاسلیکولو سره به، د صهیونیسټانو تیری پایته ونه رسیږی، بلکه هغوی د ستر اسرائیل د جوړولو په منظور، ګام پورته کوی، او خطر یی ټول منځنی ختیځ او اسلامی ځمکی ګواښی.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i65323

captcha