IQNA

د ۱۳ رجب مناسبت سره پیل کېږي

په پاکستان کښې د محصلانو او طالبانو ترمنځه قرآنی مقابله

10:39 - March 02, 2018
د خبر لمبر: 3481079
نړیواله ډله: د طالبانو او محصلانو قرآنی مقابلې د قرآنی اکاډمۍ همکارۍ سره چې د پاکستان کویټه ښار حیدری امام حسینیه قرآنی مرکز سره تړون لري په دغه ښار کښې پيل کېږي.
له پاکستان نه د ایکنا راپور له مخې، دا مقابلې به د ۱۳ رجب د حضرت امام علی علیه السلام د زوکړې میلاد په مناسبت د راروان کال په څلورم فروردین د قرآن کریم تلاوت او قرائت په برخه کښې پیل کېږي او طالبان او محصلان به د کویټه مرکزونو او دارالقرآن نه په دغه کښې ګډون کوي.
په دې مقابلو کښې د ګډون کوونکو شمېر بې کچه اعلان شوې دی، مقابلې به د انتخابي مرحلې په عنوان سره د کسانو انتخاب لپاره او د هغوي په اخیرنۍ مرحله کښې ګډون لپاره پيل کېږي.
د محصلانو د مقابلو انتخابي مرحله به ۲۶ اسفند باندې او د طالبانو به په ۲۷ اسفند باندې پیل کېدو اعلان شوي.
په دې قرآنی مهم مقابلو کښې له هر اکاډمۍ نه پنځه طالبان او محصلان ګډون کوي.
مقام ترلاسه کوونکې به د حضرت امام علی علیه السلام د میلاد د جشن مراسم چې په حیدری حسینیه کښې به ۳۱ مارچ باندې پیل کېږي، لمانځلې کېږي او جایزې او هدیه به ورته ډالي کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3694629
captcha