د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل، د ایر وارز (Air Wars)څارونکی ډلې څیړنې ښیی چې په عراق او سوریې کښې د امریکا د ائتلاف په هوایی بریدونو کښې څه دپاسه درې زره (۳۰۰۰)ملکیان وژل شوی دی .
امریکا په تیرو څو کلونو کښې په ځلونو له ترهګرو ډلو سره دمبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په ملکی خلکو حملې کړی دی .
د امریکا په مشرۍ ائتلاف د ۲۰۱۴ میلادی کال له اګست میاشتې راهسې تراوسه پورې په سوریې او عراق کښې نهویشت زره او دوه سوه پینځویشت (۲۹۲۲۵)هوایی حملې کړی دی .
سوریې دملګروملتونو عمومی منشی او دامنیت شورا مشر ته په لیکونو استولو سره غوښتی دی چې په دغه هیواد کښې دامریکا د ائتلاف جنایتونه پاې ته ورسوی .
امریکا او دهغه عرب او اروپایی ملګری هیوادونه د داعش په شمول د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی ، مالی او وسله وال مرسته کونکی ملکونه دی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i68178