IQNA

په عراق کښې رسنیو فعالو قرآنی موسسو ته روزنې

18:03 - August 20, 2018
د خبر لمبر: 3481455
نړیواله ډله: د عراق بېلابېلو ولایتونو قرآنی موسسې لپاره چې به رسینو کښې فعالې دی د روزنو لومړۍ دوره د امام حسین علیه السلام د زیارت دالقرآن له اړخه شورو شوه.

د اکینا راپور له مخې، د DAR-ALQURAN.ORG اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د امام حسین علیه السلام د زیارت قرآن رسنیو مرکز مشر صفاء سبلاوی په دې اړه وویل: د قرآنی موسسو رسنیو ودې لپاره د دارالقرآن له اړخه توجه سره دې مرکز دا اقدام ترسره کړې چې د دغه موسسو چې په رسنیو کښې فعال دی لپاره د روزنې لومړۍ دوره پيل کړي.
هغه د عراق له ۱۰ ولایتونو نه د ۲۶ قرآنی موسسو په رسنیو کښې فعالو ۷۰ کسانو له اړخه په دې دورو کښې ګډون ته اشارې سره وویل: دا دورې له پرون نه شورو شوې او تر درې ورځې په درې بېلابیلو لیک، خبر برابرول، انځور او جوړولو برخو کښې به ادامه لري.
سبلاوی دې بیان سره چې د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن په لومړۍ ورځ له ټولو ګډون کوونکو نه استقبال وکړو او هغوي ته یی د دې دورې پروګرامونه وښودل، وویل: دا روره عملی او نظري کلاسونو ته شامل ده او د دورې په پای کښې به د ګډون کوونکو د سطح معلومولو سره یو ازمون پيل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3739642
captcha