IQNA

دعمران خان او د مایک پمپئو تماس شخړه رامینځته کړی

11:26 - August 24, 2018
د خبر لمبر: 3481462
نړیواله: د پاکستان لومړی وزیر عمران خان (Imran Khan)ته د امریکا دبهرنیو چارو د وزیر مایک پمپئو (Mike Pompeo)ټیلی فون شخړه رامینځته کړی ده

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی دی خارجه وزیر مایک پمپئو د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره په ټیلی فونی تماس کښې په دغه هیواد کښې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد د اسلام اباد د اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه کړی ده خو د پاکستان خارجه وزارت دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت دغه خبره په کلکه رد کړی ده .
د پاکستان خارجه وزارت وویل د عمران خان او دامریکا دخارجه وزیر مایک پمپئو ترمینځ په ټیلی فونی تماس کښې په پاکستان کښې دترهګرو ډلو د شتون او دهغوې پرضد د اقداماتو د ترسره کولو په اړه هیڅ خبره نه ده شوی او د امریکا د خارجه وزارت لخوا خپره شوه بیانیه د حقیقتونو په اپوټه ده .
بلې خوا د امریکا د خارجه وزارت ویاندې ویلی دی چې امریکا په خپل دریځ ولاړه ده .
دامریکا دخارجه وزارت ویاندې وویل پاکستان دامریکا مهم شریک دی او امریکا د پاکستان له نوی حکومت سره د ښو اړیکو هیله لری .
http://parstoday.com/ps/news/world-i75854

captcha