IQNA

د سعودی جنګی الوتکو په هوایی حمله کی لږ تر لږه ۱۲ یمنیان وژل شوی

23:28 - September 01, 2018
د خبر لمبر: 3481481
نړیواله ډله: د الحدیده سمندری غاړو ته څیرمه په یمنی کب نیونکو، د سعودی جنګی الوتکو په حمله کی، لږ تر لږه ۱۲ یمنیان وژل شوی، او او شمیر کسان لا درک شول.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د مهر خبری آژانس د راپور په اساس، د ترسره شویو حملو سختوالی ته په پام سره، د یادې حملې د قربانیانو د شمیر د زیاتیدو احتمال شته.
له بلې خوا؛ د یمن د الحدیده ولایت د الدریهمی ؤلسوالۍ د اوسیدونکو په کورونو د سعودی مزدورانو د ګولیو د ډزو له کبله، دری تنه وژل شوی او ۱۰ کسان ټپیان شول.
د سعودی تیری گر ائتلاف، د جون له ۱۳ نیټی څخه، د یمن په لویدیځ کی د الحدیده بندر د نیولو په منظور، یو لړ پراخ عملیات پیل کړی دی. د الحدیده بندر؛ یمن ته د بشر دوستانه مرستو د لیژلو لپاره، اصلې لار ده.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i76055

captcha