IQNA

شیخ عبدالرحمن، د اسلامي نړۍ مشهور قاري مړ شو

18:07 - September 09, 2018
د خبر لمبر: 3481505
نړیواله ډله: شیخ خلیل عبدالرحمن، د سعودی عرب په مدینه ښار کښې د شیخ ائمه حریمن شریفین باندې مقلب او د قرآن کریم کارپوه او قاری له فانی نړۍ وداع شو.
د ایکنا راپور له مخې، د العرب الیوم خبرونو ویبپانې نه په نقل، شیخ خلیل عبدالرحمن چې له اصل نه پاکستانی وو او د قرآن کریم له مشهور قاریانو او له استادانو نه وو، په مدینه منوره کښې له فانی نړۍ نه وداع شو.
د قرآن کریم دا استاد په ۱۹۴۰ کښې د پاکستان په مظفر آباد کښې پیدا شوې وو، هغه په کال ۱۳۴۵ کښې ایران ته د قرآن کریم تدریس لپاره سفر کړي وو او په حسینیه ارشاد او د تهران په نورو سیمو کښې د قرآن کریم درسونه وړاندې کړل او د مرحوم اریابی او مرحوم سبحدل له هغه نه ګټه پورته کړه او شاګردان یی وو.
هغه په ایران کښې څو کاله ژوند نه ورستو سعودی عرب ته مهاجرت وکړو او هلته یی هم د حجاز مشهور قاری شیخ محمد ایوب روزنه کړی، همدرانګه د هغې زامن شیخ محمد او شیخ محمود هم د هغه شاګردان او د حجاز د ځمکې مشهور قاریان دی.
خلیل عبدالرحمن له کال ۱۹۶۳ نه په مکه مکرمه کښې شتون لرلو او هره ورځ به یی د سهار لمونځ نه ورستو په الحرام جومات(مسجد الحرام) کښې خلکو ته د قرآن کریم تدریس کولو. د قرآن کریم دا قاری او استاد تېره ورځ په مدینه کښې مړ شو.
http://iqna.ir/fa/news/3744025
captcha