د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، طالب ډلې په خپل خبري ویب سایټ کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل د بیګانۍ حملې پړه منلې او ویلي یې دي چې دا حمله یې په هلمند ولایت او د هیواد په نورو سیمو کښې د ملکي خلکو خلاف د هغو هوايي بریدونو د غچ اخیستو لپاره کړې چې په کابل کښې له دې پوځي مرکز څخه یې پلاننګ کیږي.دغه خبرپاڼه زیاتوي چې د بیګانۍ حملې هدف د دغه بهرني پوځي روزنیز مرکز بشپړ نابودول وو چې پکښې ګڼ بهرنیان هم وژل شوي دي.
طالبانو له دغې زوروې چاودنې وروسته په مرکز کښې پر پاتې ژوندي خلکو هم ډزې وکړې او غوښتل یې چې په دغه پوځي مرکز کښې هیڅوک ژوندي پاتې نه شي.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح بیګا ویلي وو چې د کابل په ختیځ کښې د بریتانیا یوه امنیتی شرکت جی فور ایس (G4S) ته نږدې په یوه ګاډی کښې په بم چاودنه کښې تراوسه لس (۱۰)کسان وژل شوی او نولس(۱۹) ژوبل شوی دی .
په افغانستان کښې د ناامنۍ او د ترهګرو ډلو د فعالیت زیاتیدل په داسې حال کښې دي چې امریکا او انډیوالان یې له ۲۰۰۱ کال څخه له ترهګرۍ سره د مقابلې او د امنیت د ټینګښت په پلمه په دغه هیواد کښې دیره دي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78521