IQNA

د ایران اسلامي انقلاب د نړۍ د مستضعفانو ملاتړی دی

23:05 - December 22, 2018
د خبر لمبر: 3481788
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان وویل: د ایران د اسلامي انقلاب هدف د نړۍ د کمزورانو دفاع او ملاتړ دی او اسلامي ایران دا کار په ویاړ سره ترسره کوي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، جنرال محمد علي جعفري پرون په تهران کښې په (شهدای مدافع حرم فاتحین) نومې دریمه نمانځغونډه کښې، د ایران د اسلامي انقلاب موخو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د اسلامي انقلاب وړومبنی ستر هدف له ظلم او ستم سره مبارزه او له ظالم او طاغوت سره مقابله وه چې ایران په دې لړ کښې یوه نمونه ده او په ټوله نړۍ کښې بل کوم هیواد له استبداد سره داسې مبارزه نه ده کړې.هغه څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت له ظلم سره د مبارزې او د حق غوښتنې بیرغ اوچت کړ دا لاره د اسلامي انقلاب په برکت دوام لري.
جنرال جعفري د اسلامي انقلاب دویم هدف، د نړۍ د کمزورانو دفاع او ملاتړ وباله او ویې ویل: د فلسطین، یمن، سوریې او عراق مظلوم خلک پوهیږي چې د ایران اسلامي جمهوریت یې ملاتړی دی.
د انقلاب د پاسدارانو د لښکر قومندان په دې خبرې سره چې د سوچه اسلامي اصولو او ارزښتونو د راژوندي کولو دفاع د ایران د اسلامي انقلاب یو بل هدف دی، زیاته کړه: د اسلامي انقلاب فتح الفتوح یا ستره بریا، مومن او انقلابي او د شهادت لیواله ځوانان دي او د شهیدانو دې معنوي پیغام دوام موندلی دی او په سیمه کښې هم پراختیا مومي.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i79092
captcha