IQNA

د ایران همکارۍ سره پيل کېږي؛

په پاکستان کښې د «قرآنی کورنۍ او ژوند» درېم ورکشاپ

21:24 - December 23, 2018
د خبر لمبر: 3481796
نړیواله ډله: د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د ایران کلتوری سازمان په همکارۍ د ښځو ځانګړې د زدکړې ورکشاپ قرآنی کورنۍ او ژوند پيل کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان نه په نقل، د کراچۍ په ښار کښې د ایران کلتوری سازمان او د جامعة الزهراء سلام الله علیها ښځو حوزه علمیه په همکارۍ سره د قرآنی اسلامی کورنۍ او ژوند د زدکړې او روزنې دریم ورکشاپ د محمد رضا باقری په کراچۍ کښې د ایران کلتوری سازمان مشر، خانم طاهره فاضلي د جامعة الزهراء سلام الله علیها ښځو حوزه علمیه مشره او د کراچۍ د حوزې نامتو استادانو، خانم شازیه فاطمه امام، د کراچۍ پوهنتون استاده او شیعه ټولنیزه فعاله، د حوزه علمیه مشر طالبان، خانم کنیز زهراء صادقي، د امام رضا علیه السلام ښځو پوهنتون څانګې مشره، مېرمنه ساره نوازش علی، د پوهنتون له فعالو استادانو، او ۵۰ تنه نورې ښځو او د حکومتي اداري چارواکو او د ټولنیزه سازمانونو او طالبانو شتون سره د پاکستان کراچۍ په ښار کښې د ایران کلتوری سازمان په ځای کښې پیل شو.
دا ورکشاپ دوه غوندې پیل کولو سره او د څلورو درسي موضوعاتو څېړنو سره چې د کورنۍ په وده کښې د اسلامی اقتصاد رول، په مسلمانو کورنو کښې د اسلامی اقتصاد په رامنځته کولو کښې د عالمانو او پوهانو رول، او د کورنۍ اقتصادي نظام ته توازن ورکولو لپاره اسلامی لارې ته شامل وو، پیل شو.
وایئ، دا د ښودنې او روزنې ورکشاپ د ایران کلتوری سازمان له اړخه ګډون کوونکو ته سند ډالی کولو سره تر پایی ورسېد.
http://iqna.ir/fa/news/3773927
captcha