د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خلافت غږ په نوم د داعش راډيو د مسئول سلطان عزیز عزام د وژل کیدو خیر ورکړی دی.د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رحیمي ویلي چې نوموړی تیره شپه د ننګرهار ولایت داچین په ولسوالۍ کې په یوه هوایې برید کې وژل شوی دی. که څه هم څو ځلې وړاندې هم د عزام د وژل کیدو خبرونه خپاره شوي خو وروسته ناسم بلل شوی دي البته ویل کیږې چې دا ځل دهغه وژل کیدل کره شوي دي.
سلطان عزیز عزام چې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ استوګن و، وړاندې تر دې چې درې کاله مخکې له داعش ډلې سره یوځای شي او د هغوي د خلافت غږ راډيو مسئول وټاکل شي په جلال آباد ښار کښې یې په بیلابیلو سیمه ایزو راډيو ګانو کې د خبریال او د خپرونو د چمتو کوونکي په توګه کار کاوه.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79233