IQNA

په هند کښې د المصطفی قرآنی جشنوزمې د مقدماتي مرحلې پایان

11:22 - January 02, 2019
د خبر لمبر: 3481826
نړیواله ډله: په هند کښې د المصطفی حدیث او قرآن جشنوزمې ۲۴ مقدماتي مرحلې تر پایی ورسېدې.

د ایکنا راپور له مخې، له هند، دا جشنوزمه د نورالمصطفی حدیث او قرآن مرکز په څارنه او په هند کښې د جامعة المصطفی العالمیه برخې له اړخه پیل شوې،
په دغه جشنوزمه کښې د هند ۸۰ قرآنی مدرسو او مرکزونو شتون لرلو له ۵۳ نه زیات مرکزونه د دغه هیواد له ۱۰ بېلابېلو ښارونو او ولایتونو نه ګډون کړې وو.
په هند کښې د المصطفی قرآنی جشنوزمې د مقدماتي مرحلې پایان
د دې جشنوزمی د ښځو برخه د یوې مرحلې په شکل کښې د حفظ او ترتیل په برخو پيل شوه، په دغه برخه کښې له ۵۳۲ نه زیات کسانو، چې ۱۴۷ کسان د لومړۍ نه تر ۲۰ سپارو د حفظ په برخه کښې ګډون وکړو او مقابلې یی ترسره کړي.
په هند کښې د المصطفی قرآنی جشنوزمې د مقدماتي مرحلې پایان
همدارنګه د سړو په برخه کښې ۵۰۰ ګډون کوونکو د قرائت، ترتیل او حفظ په برخو کښې له یو بل سره مقابلې ترسره کړې چې ۸۸ کسانو د ټول قرآن حفظ په برخه کښې، ۳۲۴ کسانو د ترتیل په برخه کښې او ۱۲۲ کسانو د قرائت په برخه کښې سره مقابلې ترسره کړي.
په هند کښې د المصطفی قرآنی جشنوزمې د مقدماتي مرحلې پایان
د دې جشنوزمي د سړو د برخې د پایی مرحله د دی میاشتې په ۱۹ او ۲۰ باندې د ۶۰ کسانو ګډون سره په دهلی نو کښې د ایران کلتوری سازمان په دفتر کښې پيل شوه.
http://iqna.ir/fa/news/3777446
captcha