
د ایکنا راپور له مخې، د شمشاد ټی وي نه په نقل، د ننګرهار والي ویاند په چاودنو کې څلور تنه وژل شوي او شپاړس نور ټپيان دي. عطا الله خوګیاني شمشاد ته وویل، چې د پيښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، د پيښې له ځایه ورته درې جسدونه او پنځه ویشت ټپيان ور وړل شوي دي چې په ټپيانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی. په دې وروستیو کې د ننګرهار امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی چې پر ځايي مسوولینو یې د خلکو نیوکې زیاتې کړي دي.
https://shamshadnews.com/index.php/news/1577-2019-05-13-15-41-30