IQNA

ملي دفاع وزارت: د قلات برید پلانونکي مو ونیول

0:47 - September 22, 2019
د خبر لمبر: 3482412
نړیواله ډله: ملي دفاع وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو د زابل په مرکز قلات ښار د ځانمرګي برید پلانونکي ونیول.
د ایکنا راپور له مخې، د avapressخبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې نن (شنبې د وږي په ۳۰مه) رسنیو ته استولې راغلي دي، چې د هغو درې تنو په ګډون چې د قلات شار په برید کې یې لاس درلود، د طالبانو نهه غړي غزني ولایت کې د ګومانډو او د پولیسو د ځانګړو ځواکونو په یوه ځانګړي عملیات کې نیول شوي دي.
د قلات ښار د مُلکي روغتون ته‎نږدې د موټر بم چاودنه کې، لږ تر لږه ۳۵ تنه ووژل شول او څه باندې سل تنه نور ټپيان شوي دي.
طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې د ملي امنیت یو مرکز یې په قلات کې په نښه کړی دی.
ملي دفاع وزارت، همدارنګه ویلي چې په غزني ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې، د چاودېدونکو توکو درې ته چمتوونکي له دوه مازدا ډوله موټرو سره چې له چاودېدونکو توکو ډګ وو نیول شوي دي.
 .avapress.com/ps/
بچوې: ایکنا ، طالبان
captcha