IQNA

امریکا ، فرانسې او جرمني په ایران کی د وروستی شرارت دمنظمولو پلان پرغاړه درلود

11:35 - November 23, 2019
د خبر لمبر: 3482525
نړیواله ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطیب په وروستیو پیښو کی د ایران د خلکو د شتمنیو له لوټونکیو او شرغواړو د ځینو هیوادونو ملاتړ ته په اشارې سره جوته کړه سعودی رژیم له خپلو مالی ملاتړونو سره یو ځای خپلې رسندوې د دغو شرغواړو په اختیار کی ورکړې .
د ایکنا راپور له مخې، د پښتو تهران راډیو نه په نقل، د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت ا... سید احمد خاتمی د ایران د خلکو له غوښتنو د ځینو ورانکارو او بدماشانو ناوړې استفادې ته په اشارې سره وویل امریکا د دغو شرارتونو د منظمولو په سر کی ده او له بده مرغه فرانسې او جرمنی هم  ورسره ملګرتیا وکړه .
ایت ا... خاتمی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کی په ایران کی وروستیو بلواګانو ته په اشارې سره وویل د ایران د ملت دښمنانو په ایران کی د بلوه د رامینځته کولو لپاره  لپاره درې کاله په داخل او بهر کی د خپلو کسانو په روزلو سره پلانونه وکړه  خو درستې دسیسې یې شندې شوې .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب په وروستیو پیښو کی د ایران د خلکو د شتمنیو له لوټونکیو او شرغواړو د ځینو هیوادونو ملاتړ ته په اشارې سره جوته کړه سعودی رژیم له خپلو مالی ملاتړونو سره یو ځای خپلې رسندوې د دغو شرغواړو په اختیار کی ورکړې .
ښاغلی خاتمی د منافقینو ترهه ګره ډلګۍ د وروستیو بلواګانو یوه بله ګوډاګی وبلله او ویې ویل انسان وژونکو منافقینو چی  اووه لس زره ایرانیان یې ترور کړی دی ، له دغو شرغواړو ملاتړ وکړ .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې خبرې په کولو سره چی د ایران ستر ملت په وروستیو ورځو کی د انقلاب د دښمنانو د دسیسو شنډیدا ولیدله ، جوته کړه د ایران حکومت هم په خپلې ژمنې عمل وکړی او اجازه ورنکړی چی بیې زیاتې شی . د ایران ولس په وروستیو څو ورځو کی په بیلا بیلو ښارونو کی د سترو لاریونونو په ترسره کولو سره د بلوګرو او شرغواړو اقدامات وغندل .
captcha