IQNA

د الاقصی جومات په اړه د آیسسکو له اقدامه د فلسطین د اوقاف ستاینه

11:15 - December 05, 2019
د خبر لمبر: 3482564
نړیواله ډله: د فلسطین د اوقاف وزارت د آیسسکو له اړخه د الاقصی جومات نوم د اسلامي نړۍ په سپیڅلو ځایونو لیسټ کښې د شاملولو ستاینه کړي.

د ایکنا راپور له مخې، د المصریون خبري ویبپاڼې نه په نقل، د فلسطین د اوقاف د وزیر مرستیال حسام ابوالرب په دې اړه وویل: د عبادتي، تاریخي او کلتوري ځای په توګه دا فیصله به له دغه ځای په حفاظت کښې مهم رول ولري.
هغه زیاته کړه: د آیسسکو دا فیصله د دغه آثارو د یهودي جوړولو عملیاتو او د قدس تاریخي آثار بدلولو لپاره د اسرائیلو د هڅو په مقابل کښې لویه ننګونه وي.
حسام په دوام کښې د مسجد الاقصی له حقیقي حمایت هدف د دغه فیصلو د اجرایي کیدو پر ضروت باندې ټینګار وکړ.
د اسلامي ښودو، علمونو او کلتور سازمان(آیسسکو) د مراکش په رباط ښار کښې پرون په یوه بیړنۍ غونډه کښې مسجدالاقصی یواځي یو اسلامي ځای په توګه وټاکلو او دغه جومات یې د اسلامي نړۍ د سپځلو ځایونو په لسټ کښې وګڼلو.
دې اسلامي سازمان په دغه غونډه کښې تصویب کړل چې د الاقصی جومات چې په مکه مکرمه کښې د مسجد الاحرام او په مدینه منوره کښې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله جومات په شان یواځي یو اسلامي سپځلۍ ځای ګڼلي کېږي.
دا فیصله د مراکش په پلازمینه رباط کښې د اسلامي نړۍ د میراثو کميټۍ په بیړنۍ غونډه کښې وشوه.
د دې راپور پر اساس، دغه کمیټۍ همداشان په اسلامي هیوادونو کښې لرغوني ۱۲۰ آثار منجمله ۱۱۷ د اسلامي نړۍ میراثو په فهرست کښې او ۳ آثار چې په اسلامي هیوادونو کښې له خطرې سره مخامخ دي په لسټ کښې زیاتولو موافعه وکړه.
دا غونډه د اسلامي هیوادونو آثارو د حفظ کولو لپاره د آیسسکو سازمان د هڅو په اړه وشوه او په دغه کښې د کویت، موریتانی، پاکستان، کامرون، ساحل عاج و نیجریه هیوادونو استازو شتون لرلو.

https://iqna.ir/fa/news/3861796

captcha