د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو د
ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان حکومتی چارواکو له کوم دلیل ورښودلو پرته د پاکستان د حکومتی هوایی شرکت پی ایی ای (PIA) الوتکې ته اجازه ورنکړه چې د کابل په هوایی ډګر کښې له لوې رن وې ( runway)څخه الوت وکړی .ویل کیږی چې د پاکستان حکومتی هوایی شرکت پی ایی ای الوتکه چې یوسل دوه شپیته (۱۶۲) مسافر پکښې ناست دی د کابل په هوایی ډګر کښې ولاړه ده او ټول مسافران د الوتکې دننه ناست دی .
راپورونه وایی چې د کابل په هوایی ډګر کښې د نورو هیوادونو مسافر وړونکی الوتکې له معمول سره سم الوتونه کوی خو دپاکستان الوتکې ته د تلو اجازه نه ورکول کیږی .
د ویلو ده چې د پاکستان پی ایی ای الوتکه له کابل څخه اسلام اباد ته تلونکی وه .
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i86436