IQNA

په بغداد کښې د امریکا د سفارت وتل

11:17 - December 30, 2019
د خبر لمبر: 3482615
نړیواله ډله: له ځینې خبري سرچینو له مخې په عراق کښې د امریکا د سفارت خالي شو او د حشد الشعبي په ځایونو باندې د امریکا د هوایي برید نه وروستو په دغه سفارت کښې د لسګونو کار کونکو له وتلو خبر ورکړ.

د ایکنا راپور له مخې، له الیوم السابع څخه په نقل، د عراق په غرب کښې د الحشد الشعبي ځایونو باندې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید وروستو، د امریکا سفارت خپل په لسګونه کارکونکې له بغداد څخه وویستل.
د عراق خبري سرچیني وایې: د امریکا پوځونه په بغداد کښې د امریکا د سفارت په شاوخوا کښې میشته شو.
له بلې خوا، د عراق امنیتي سرچینو خبر ورکړې چې د عراق په غرب کښې د الانبار ولایت په القایم ښار کښې د عراق د حزب الله په ځایونو باندې د امریکا د دغه اقدام وروستو، په عراق کښې د امریکا ټولې اډي چمتو شوي دي.
د عراق د حزب الله ځایونه چې له الحشد الشعبی سره تړون لري، د عراق د الانبار ولایت په القائم پوله ایزه ښار کښې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو برید هدف ګرځيدلي.
له الحشد الشعبي سره تړلې سرچینې وایې: په دې بې پیلوټه الوتکو برید کښې، د الحشد الشعبي له ځواکونو لسګونه کسان شهید او ټپیان شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/3867490

captcha