IQNA

د آیت الله سیستاني بریاله جراحي / د «ګړنده رغیدنه» د هشتګ پيل

22:19 - January 16, 2020
د خبر لمبر: 3482689
نړیواله ډله: د درمل یوې سرچینې په نجف کښې د عراق د دیني مرجع حضرت آیت الله سیستاني د پښې د بریاله جراحی خبر ورکړ.

د ایکنا راپور له مخې، له سومریه نیوز څخه په نقل، دې باخبره سرچینې له سومریه نیوز سره په مرکه کښې وویل: د حضرت آیت الله سیستاني جراحې نن(د ۲۰۲۰ کال ۱۶ جنوري) د کیڼې پښې د ماتیدو لامله ترسره شو چې بریاله وو.
هغه زیاته کړه: آیت الله سیستاني له بریاله جراحې وروستو په څو دقیقو کښې د جراحی له ځایه را بهر شو.
دا په داسې حال کښې دي چې په عراق کښې د حضرت آیت الله سیستاني د دفتر له اړخه د هغه معظم د پښې د ماتیدو له خبر څخه وروستو، د ټویټر کارنانو د «#الشفاءـ العاجل (ګړنده رغیدنه)» هیشټیګ د دغه دیني مرجع زر نه زر رغیدنې لپاره پيل کړ او له مومنانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د هغوي د رغیدنې لپاره دعا وکړي.
د آیت الله سیستاني دفتر اعلان کړې وو چې د دیني مرجع کیڼه پښه تیره شپه ماته شوي وه.
https://iqna.ir/fa/news/3872073

captcha