IQNA

په حلب کښې شیعه میشته ښار الزهراء باندې د توغندیو برید

21:52 - January 21, 2020
د خبر لمبر: 3482710
نړیواله ډله: د جبهه النصره ترهګرې ډلي نن(۲۰۲۰ کال ۲۱ جنوري) په حلب کښې شیعه میشته ښار الزهراء باندې د توغندیو برید وکړ.
د ایکنا راپور له مخې، له سانا څخه په نقل، په حلب کښې د الزهراء ښار چې له دې مخکښې هم د ترهګرو ډلو لخوا د توغندیو هدف ګرځیدلی وو، نن سه شنبه(۲۰۲۰ کال ۲۱ جنوري)، یو ځلې بیا د دغه ترهګرو ډلو لخوا د توغندیو هدف وګرځید.
د سوریې ټي وي اعلان وکړ: د جبهة النصره ترهګرو یو ځلي بیا دغه شیعه میشته ښار د خپلو توغندیو هدف ګرځولی دی.
د سوریې د روغتون سرچینې وایې چې په دغه توغندیو برید کښې د حلب دوه ښارونه لګیدلي چې دوه ښځو سره درې غیر وسله وال سړي مړه او یو شمېر هم ټپیان شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/3873353
captcha