IQNA

په بیروت کښې له سید حسن نصرالله سره د علي لاریجاني کتنه

22:09 - February 17, 2020
د خبر لمبر: 3482803
(تهران، ایکنا) د ایران اسلامي شورا مشر نن ۲۸ بهمن لبنان ته په خپل سفر کښې د حزب الله له مشر سید حسن نصر الله سره کته او خبرې اترې وکړې.

له المنار څخه په نقل، د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني، په بیروت کښې له سید حسن نصر الله سره کتنه وکړه.
د راپور پر اساس، لاریجاني په دغه کتنه کښې چې په بیروت کښې د ایران د سفیر په شتون کښې ترسره شو، د سیمې د اخیري حالاتو او بدلونونو او له اقتصادي، امنیتي او سیاسي ستونزو سره د مقابلې د لارو په اړه بحث او څیړنې وکړې.
علي لاریجاني همداشان د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ مشر سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې. هغه په دې کتنه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستې د دوام او د فلسطین د خلکو په مقاومت ټینګار وکړ.
د فلسطیني او ایراني چارواکو ترمینځه په کتنه کښې، د پیړۍ د معاملې د خطرو او ګواښونو په اړه څیړنې او خبرې وکړې.
د لبنان لومړې وزیر حسان دیاب هم په بیروت کښې د لومړي وزیر له دفتر څخه د اسلامي شورا د مشر او د هغه د ملګرو کوربه وو.
لاریجاني همداشان د لبنان ولسمشر میشل عون سره هم کتنه وکړه او د ایران د ولسمشر د دعوت چې هغه یې تهران ته بللې وو پیغام ورکړ.
3879521

captcha