IQNA

16:35 - February 29, 2020
د خبر لمبر: 3482841
تهران(ایکنا) - د تاؤتریخوالي د کمیدا په پړاؤ کې په وژل شوو کسانو کې یویشت پوځيان یوعام افغان تر سترګوشوي او د کابل پشمول د افغانستان په دولسو ولایتونو کې د افغان پوځیانو اوطالبانو ترمینځ حملې او بمي چاودنې ددغو وینو بهیدا عوامل وو.

روئيټرز خبری اژانس راپور ورکړ ،  دطالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد نن  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي دغې ډ لې  په افغانستان کې د سولې د ټینګیدا په موخې سره  له ا مریکائي  ډيپلوماټانو سره  دموافقې د لاسلیک کیدا په درشل کې  په افغانستان کې د حملو د درولو فرمان صادر کړی دی .
ذبیح ا... مجاهد  په دوام کې په دې ادعا سره چې  دغه فرمان  د افغانستان د ولس د خوشالولو لپاره  صادر شوی ، ټينګار کړی ، د موافقې په لاسلیک کولو کې تر ټولو مهمه موضوع  دا ده چې   امریکاپخپلو ژمنو عمل وکړي .
 په عین حال کې  په دې اړه  دافغانستان حکومت او امریکائي چارواکو هم خپل خپل دریځونه وړاندې کړي دي .
 داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د حکومت د رسمي احصایو  په اساس په دغه هیواد کې د تاؤتریخوالي د کمولو په  او ه ورځني پړاؤ کې  چې پرون سهار وختي پاي ته رسیدلی،په بیلابیلو شخړو اوترینګلتیاؤ کې بیا هم  دیرش کسان وژل شوي او څه دپاسه پنځوس نور ټپیان شوي دي .
 ددغه راپور په اساس،د تاؤتریخوالي د کمیدا په پړاؤ کې په وژل شوو کسانو کې یویشت پوځيان یوعام افغان تر سترګوشوي او د کابل پشمول  د افغانستان  په دولسو ولایتونو کې  د افغان پوځیانو اوطالبانو ترمینځ   حملې او بمي چاودنې  ددغو  وینو بهیدا  عوامل وو.
تهران پښتو راډیو

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: