روئيټرز خبری اژانس راپور ورکړ ، دطالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي دغې ډ لې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدا په موخې سره له ا مریکائي ډيپلوماټانو سره دموافقې د لاسلیک کیدا په درشل کې په افغانستان کې د حملو د درولو فرمان صادر کړی دی .
ذبیح ا... مجاهد په دوام کې په دې ادعا سره چې دغه فرمان د افغانستان د ولس د خوشالولو لپاره صادر شوی ، ټينګار کړی ، د موافقې په لاسلیک کولو کې تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې امریکاپخپلو ژمنو عمل وکړي .
په عین حال کې په دې اړه دافغانستان حکومت او امریکائي چارواکو هم خپل خپل دریځونه وړاندې کړي دي .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د حکومت د رسمي احصایو په اساس په دغه هیواد کې د تاؤتریخوالي د کمولو په او ه ورځني پړاؤ کې چې پرون سهار وختي پاي ته رسیدلی،په بیلابیلو شخړو اوترینګلتیاؤ کې بیا هم دیرش کسان وژل شوي او څه دپاسه پنځوس نور ټپیان شوي دي .
ددغه راپور په اساس،د تاؤتریخوالي د کمیدا په پړاؤ کې په وژل شوو کسانو کې یویشت پوځيان یوعام افغان تر سترګوشوي او د کابل پشمول د افغانستان په دولسو ولایتونو کې د افغان پوځیانو اوطالبانو ترمینځ حملې او بمي چاودنې ددغو وینو بهیدا عوامل وو.
تهران پښتو راډیو