IQNA

امریکایې رسنیو راپور ورکړ

هند د دغه هیواد د مسلمانانو لپاره د ګواښ ځای دی

0:18 - March 05, 2020
د خبر لمبر: 3482862
تهران(ایکنا) - په وروستۍ اونۍ کښې په مسلمانانو د هند بریدونه، چې په تیرو ۳۰ کلونو کښې ترټولو سخت بریدونه شمیرلې کېږي، د امریکا په The conversaton په خبري آژانس کښې څیړلې شوي.

له عربی ۲۱ څخه په نقل، د امریکا The conversaton خبري آژانس، په یو راپور کښې لیکلې: د هند پلازمینې دهلي نو، له تیرو اونۍ څخه د یو دیني اقلیت خلاف د ترهګرۍ او تاوتریخوالی اقداماتو سره مخامخ دی، چې د مړو شمېر په کښې تر ۵۰ کسانو رسیدلۍ.
دا راپور زیاته وي: په هندوستان کښې د مذهبي اقلیتونو په خلاف د تاوتریخوالي اقداماتو وروستو، د دغه هیواد ولسمشر مودي، د څو ورځو سکوت وروستو د دغه اقداماتو په اړه وویل: سوله او تاوتریخوالی زمونږ د ژوند دوه چارې دي.
دې غربي رسنې د مودي دې نظر چې هند په ذاتي توګه هندوئیسم دی، ته په اشارې سره، ټینګار وکړ: دا رنګه توکم د مسلمانانو په کورونو، مدرسو او جوماتونو د بریدونو سبب ګرځيدلی دی.
دې خبري آژانس په دوام کښې ولیکل: مودي په داسې تګلاره تکیه کړې چې د مسلمانانو او سیکولر آزادانو ترمنځه ګډه دښمني رامینځته کړي. له دغه ستراټیژۍ څخه په داسې سیمو کښې د تاوتریخووالي لپاره استفاده کېږي چې د مودي انتخاباتي سیال ګوند بهارتیه جنتا په کښې شتون لري.
په دې راپور کښې اشاره شوې: مودي د تیر کال په می کې د لومړي وزیر په توګه له ټاکنې وروستو د هندوستان د خلکو غوښتنې د پوره کولو په لټه کې دي ترڅو په هند کې نورې مذهبي ډلې څنګ ته کړي.
3883285

captcha