IQNA

د حضرت رقیه سلام الله علیها او حضرت زینب سلام الله علیها حرمونه بند شول

17:00 - March 17, 2020
د خبر لمبر: 3482907
د کورونا د خپریدو له ویرې او مخنیوي لپاره د حضرت زینب سلام الله علیها او حضرت رقیه سلام الله علیها حرمونه بند شول.

له الوطن سورې ورځپاڼې څخه په نقل، د حضرت زینب سلام الله علیها د حرم د څارنې کمېټۍ خبر ورکړ: په دمشق کښې دا حرم له ۲۶ اسفند څخه تر ۱۴ فروردین پورې د حرم ضد عفوني کولو او د روغتیا لپاره بند دی.
د کمېټی په دې بیانیه کښې راغلې: دا اقدام په نړۍ او ګاونډې هیوادونو کښې د روغتیا راپیښه شوي شرایطو ته په توجه سره او د روغتیا او د اوقاف د وزارت له سپارښتونو سره سم د حرم د کارکوونکو او د زائرانو د سلامتی لپاره ترسره شوي.
همداشان د اوقاف د وزارت یوې رسمي سرچینې د حضرت رقیه سلام الله علیها د حرم په ذکر شوي سببو له امله د بندیدو خبر ورکړی.
3886120

captcha