IQNA

ايران د کورونا ټېسټونو لپاره ګرځنډه او چټکه بائيولېجک لېبارټري جوړه کړه

0:22 - March 29, 2020
د خبر لمبر: 3482956
تهران (ایکنا) - په تهران کښې د کورونا ټېسټونو لپاره د ګرځنډه چټکې بائيولېجک لېبارټرۍ مخکتنه اوشوه.

د ايران د بسيج روغتيائي ټولنې مشر ابراهيم متوليان نن د کورونا ټېسټونو د ترسره کولو لپاره د بائيولېجک لېبارټرۍ د مخکتنې په مراسمو کښې وويل، دغه لېبارټري چې له داسې نورو ماډلونو سره په پرتله کښې په ډېر چټکه توګه نتيجه ورکوي، د ايران د پاستور انسټيټيوټ لخوا تائيد شوې ده.
هغه د دې په بيانولو سره چې دغه لېبارټري هره ورځ د دوه سوه کسانو د آزمائنې ظرفيت لري زياته کړه، د دغې ګرځنډه بائيولېجک لېبارټرۍ پلانونه په دوو هفتو کښې شوې ده او ټول حفاظتي سېسټمونه لري.

تهران پښتو راډیو

captcha